www.baaba.eu

 

 

 

مینا، د انقلابي غورځنګ ځلانده مبارزه څیره

 

نوشته: قاسم میوند

 

     د افغانستان انقلابي غورځنګ نژدې ۲۳ کاله وړاندې یوه مبارزه اتله انقلابی څیره – تلپاتی مینا – له لاسه ورکړه او په دې ډول انقلابي او په تیره بیا کیڼ غورځنګ د داسې یوه لارښودې څخه محروم شو چې د کلونو په تیریدو سره سره لا یې ځای تش او اړتیا یې له هر بل وخته ډیره احساسیږي.

     مینا چې د پیغلتوب په لومړني کلونو کې د ولسي پرګونو په پرمختللي ایدیولوژی سمبال شوه په انقلابي مینې او روحیې سره یې د خپلواکۍ په ډګر کې د خپل سیاسي ژوندانه پرتمینې شیبې په میړانې او زړورتیا سره پیل او د وینو په ورکونې سره یې داسې لاره انځور کړه چې د افغانستان په تاریخ کې د ښځو د خلاصون تر ټولو غوره، انقلابي او پرمختللې لاره ګڼل کیږي، خو له بده مرغه د دې کیڼ اړخې انقلابی اتلې، «لارویانو»، د هغې لارې ته په شا اړولو او په تیره بیا د هغې د سیاسي ژوندانه سره په لوبو او دوکه مارۍ سره داسې د دې انقلابي اتلې روح ورټو چې د بخښلو وړ نه دی.

      مینا باید تل د یوې انقلابي اتلې په توګه په ویاړنې سره ولمانځو، ځکه چې:

۱. د مینا د شهادت لمانځنه، د شهید پالنې مجرد او مذهبي دود نه، بلکې په دې لمانځنې سره مونږ د هغې د رښتني لارویانو په توګه یو ځل بیا د هغې په لاره سوګند یادوو، چې څرنګه  چې هغې «د خپل هیواد د سوځیدلي دیوالونو او کلیو په لیدو له دښمن سره کرکه پیدا کړی» وه، مونږ هم نن، چې یو ځل بیا مو هیواد د نړیوال استعمار لاندې راغلی دی، د هر زخم او ټپ، د هر ړنګیدلي دیوال او ویجاړ شوي کلي، د هر بم د لوګي په لیدلو او د د ښمن د هر مردکي د آواز په اوریدلو سره له دښمن نه کرکه وکړو. د مینا د وینو سره غمي، د امپریالیزم او ارتجاع په ترږمه کې د هغه ایدیولوژي د رڼا څرک وهي چې د ولسونو د خلاصون یوازینې ایدیولوژی او لاره شمیرل کیږي؛ نو د مینا د وینو په هرې څاڅکي سوګند خوړل د ولس له خلاصون لپاره د هوډ او تکل او د بیا ژمنې څرګندونه ده او پر رښتینی لارویانو ده چې د دې انقلابې لارښودې انقلابی څیره  ـ چې دا وخت له بده مرغه په عمدي توګه د «لارویانو» لخوا په «ټولنیزې» څیرې بدله شوی ده، را څرګنده او د دې  مبارزې انقلابي لاره، لا ځلانده کړي.

۲.  مینا، د افغانستان په تاریخ کې یوازینې هغه انقلابي میرمن دی چې خپل دیرش کلن عمر کې یې وکړای شول په هوښیارۍ، سپیڅلتیا او انقلابي درایت سره د کیڼ غورځنګ یوه مهمه او لویه برخه رهبري کړي او د ښځو خلاصون لپاره یو واقعي بنسټ کیږدي، چې بیا هم له بده مرغه  د «لارویانو» لخوا دا بنسټ په نانځکې بدل شو او په دې ډول د مینا له هیلو سره چې غوښتل یې میرمنې په خپله په یوه سیاسي انقلابي مبارزه کې د نارینه مبارزینو تر څنګ خپل برخلیک وټاکي، لوبې وشوی او د هغې هیلې او آرزوګانې د دښمنانو په درشلونو کې برباد او نابود شوی، خو واقعي او رښتني لارویانو یې ژمنه کړی چې د هغه «هیڅکله نه ستنیږم»* غږ بیا او بیا او بیا او بیا فریاد کړي او فریاد کړي.

 ۳. په درد او دریغ سره  ځینو غربي معلوم الحالو لیکوالانو په دې وروستیو کلونو کې  د شهید مینا په اړه داسې سیاسي پلټې او چرندیات ولیکل چې د هر انقلابي روح او په تیره بیا د هغې روح یې په زهرجنه توګه وځورو، خو اوسني «راوا» نه یوازې چې د دې چرندیاتو په اړه غبرګون ونه ښود بلکې دا کتابونه یې په ویاړ سره د خپلې وب پاڼې سینګار وګرځو. فارسی ویکي پیډیا ** لیکي چې مینا د افغانستان رهايي سازمان له رهبر ډاکټر فیض احمد سره واده وکړ او بیا د مشهورې امریکايي جاسوسې ان برودسکي له قولي وايي چې« هغوې دواړه خپلو جلاو اهدافو باندې ډیر باور درلود. تر دې پورې چې  ډیر لږ وخت له یو بل سره تیروه او حقیقتاْ، د افغانستان د راتلونکې ټولنې څخه یې بیلابیلې نسخې په سر کې لرلې.»، آیا انقلابیون کولای شي دا زهرجن تبلیغات ومني او په دې باور وکړي چې واقعا مینا د ډاکټر فیض احمد د اهداف سره جوړه نه وه او حتی متضاد اهداف سبب شوي وو چې له یو بل سره ډیر لږ وخت تیر کړي او بیا په رښتیا دې دواړو انقلابي رهبرانو د افغانستان د راتلونکي ټولنې په اړه بیلابیلې نسخې درلودې؟ آیا حق لرو باور وکړو په داسې حال کې چې  ډاکټر فیض احمد د افغانستان د راتلونکي ټولنې لپاره په سر کې کمونیستي او مارکسیستي نسخه درلوده، مینا بل ډول فکر کاوه؟ نه، رښتني لارویان دا حق نلري چې د دې زهرجنو تبلیغاتو په وړاندې چپه خوله پاتې شي او په دې ډول مبارزه رهبره یې توهین او تحقیر شي او د هغې د اوږدې مبارزې سپکاوی وشي. نو د مینا د شهادت لمانځل، په دې معنی دي چې پری نه ږدو غربي جاسوسان د سیاسي چرندیاتو په ویلو سره د هغې مبارزې ته سپکاوی وکړي.

۴. د مینا د شهادت لمانځل په دې معنی دي چې یو ځل بیا د هغې «لارویانو» ته ورپه یاد کړو چې بیرته هماغه لارې ته ستانه شي چې مینا ورباندې باور درلود. مینا، په داسې یو انقلابي سازمان باور درلود چې واقعا د میرمنو د خلاصون لپاره په جدیت او قاطعیت او د یوه انقلابي ایدیولوژۍ په رڼا کې مبارزه وکړي او داسې یو سازمان په میراث پریږدي چې هر غړی یې د ماشومانو د سوځیدلو جسدونو له ایرو راپورته شي او توپان شي؛ د خپلو ورونو د وینو له ویالو سره راپورته کړي او د خپل ملت د قهر له توپانه ځواک ومومي او د هیواد د سوځیدلي دیوالونو او کلیو په لیدو سره له دښمن سره کرکه پیدا کړي؛ نه دا چې غړي یې د دښمن څخه د «افتخاري تصدیق پاڼو» او مډالونو لپاره سر ټیټ کړي او د کرکې پر ځای د هیواد د ښمنانو دوستي تر لاسه کړي. نو د مینا  لمانځل، د دښمن سره د کرکې ښکاره کول او له ولس سره توپانیدل او ځواک موندل دي.

 

زه هغه ښځه یم چې  نوره پاڅیدلی یم

د خپلو ماشومانو د سوځیدلو جسدونو له ایرو

                                        راپورته شوی او توپان شوی یم

د خپلو ورونو د وینو له ویالو مې سر راپورته کړی

د خپل ملت د قهر له توپانه مې ځواک موندلی

 د خپل هیواد د سوځیدلی دیوالونو او  کلیو په لیدو مې

                                         له دښمن سره کرکه پیدا کړی

 نور نو ما بیوزله او بی وسه مه بوله، ای زما هیوادواله 

  زه هغه ښځه یم چې نوره پاڅیدلی یم

                                 خپله لاره مې موندلې،

                                                هیڅکله نه ستنیږم.  

 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

* هیڅکله نه ستنیږم – مینا، د فرهاد ویاړ ژباړه – www.bosa.blogsky.com

** fa.wikipedia.org/wiki/‎

 

 

 

Copyright © 2007 by baaba.eu